یوناما او چین د طالبانو له ادارې سره د نړیوال تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ

په افغانستان کې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ ناستې ته په اشارې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) سرپرست وویل چې د طالبانو ادارې او نړیوالې ټولنې ترمنځ رغنده تعامل د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه جدي اړتیا ده. هغه زیاته کړه چې طالبانو هم دا درک کړې ده چې تر هغې چې له نړۍ سره معقول او هدفمندې اړیکې ونه ساتي، د هېواد اوسني ستونزې به هوارې نهشي.
د چین استازي هم په دې ناسته کې له طالبانو ادارې سره د نړیوالې ټولنې د خبرو او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه له امنیت شورا وغوښتل چې د دغه بهیر د اسانتیا لپاره عملي او اغېزناک ګامونه واخلي.
په یوې بلې څنډې کې، د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي تام فلچر د افغانستان د سخت اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې په دغه هېواد کې له یوه میلیون څخه زیات ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي. هغه خبرداری ورکړ چې د اقتصادي بحران دوام شونې ده لسګونه زره افغانې کورنۍ د لوږې له خطر سره مخ کړي.
سربېره پردې، د امنیتي مسایلو او د کابل او اسلامآباد تر منځ د سیاسي ترینګلتیاوو موضوع هم د غړو هېوادونو د استازو د بحث مهم محورونه وو. ځینو غړو د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو اړتیا او د همکارۍ د لارو پر ایجاد ټینګار وکړ، ترڅو د سیمې د بحران له پراخېدو څخه مخنیوی وشي. په ټوله کې، شورا یو ځل بیا د طالبانو ادارې ته د افغانانو پر وړاندې د هغوی د مسؤلیتونو او د نړیوالو معیارونو د مراعاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ.




