امنیت او پېښېمهم خبرونه

یوناما: د پولې نښتو د لسګونو ملکي کسانو ژوند اخیستی

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه ماموریت (یوناما) ویلي چې د طالبانو د ادارې ځواکونو او د پاکستان د پوځ تر منځ وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۵۶ ملکي کسان وژل شوي او ۱۲۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د یوې خبرپاڼې له مخې چې نن جمعه خپره شوې، دغه تلفات د فبرورۍ له ۲۶مې تر د مارچ تر ۵مې پورې د پولې په سیمو کې د مستقیمو ډزو او هوايي بریدونو له امله رامنځته شوي دي. یوناما زیاته کړې چې شاوخوا ۵۵ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي؛ دا شمېر د ملکي وګړو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

دا اداره ټینګار کوي چې د داسې نښتو دوام د سیمې اوسېدونکو ته جدي زیان اړوي او د ملکي خلکو ژوند له مستقیم ګواښ سره مخ کوي. د سرحدي سیمو د ملکي کسانو د مرګ‌ژوبلې زیاتوالی یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ښکېل لوري د امنیت د مدیریت او د خوندیتوب د اصولو په رعایت کې څنګه عمل کوي.

یوناما له دواړو لوريو غوښتي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې د ملکي وګړو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د ملکي کسانو زیانمنېدو لامل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button