ټولنه‌یزمهم خبرونه

یوناما: افغانستان د نړۍ درېیم ماین‌ککړ هېواد دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) ویلي چې افغانستان د نړۍ درېیم هېواد دی چې د ماینونو او د جګړو له پاتې شوو چاودیدونکو توکو څخه تر ټولو زیات تلفات لري، او دا یو ګواښ دی چې ډېر یې ماشومان قرباني کوي.

یوناما د سه‌شنبې په ورځ، د دلوې په ۱۳مه، په یوه پیغام کې ویلي چې شاوخوا ۸۰ سلنه د دغو ماینونو او نه‌چاودیدونکو توکو قربانیان ماشومان دي. د دې دفتر په وینا، ماشومان اکثراً د لوبې پر مهال په ماین‌ککړو سیمو کې له چاودیدونکو توکو سره تماس نیسي، چې له امله یې یا ټپیان کېږي او یا هم ژوند له لاسه ورکوي.

یوناما د دې خطر پر پراخوالي ټینګار کړی او له تمویل کوونکو یې غوښتي چې د هغو غیردولتي بنسټونو لپاره دوامداره مالي ملاتړ برابر کړي چې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کوي. دا دفتر زیاتوي چې دغه بنسټونه هره ورځ د ماینونو او د جګړې د نورو وژونکو پاتې شونو د پاکولو لپاره هڅه کوي او هممهاله د پوهاوي پروګرامونو له لارې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له خلکو سره د موجودو خطرونو په اړه پوهاوی لوړوي.

یوناما زیاته کړې چې شریک پوهاوی او ګډ اقدام کولای شي د زرګونو کسانو ژوند وژغوري او له خلکو یې غوښتي چې که د هر ډول مشکوک یا نااشنا توکي سره مخ شي، پرې لاس وانه چوي او سمدستي یې اړوند مسؤلو ادارو ته راپور ورکړي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د څو لسیزو جګړو له امله، د افغانستان پراخې ځمکې لا هم له ماینونو او چاودیدونکو توکو ډکې دي؛ یوه وضعیت چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوندیتوب لپاره د طالبانو د ادارې له جدي پاملرنې او اغېزمنو اقداماتو غوښتنه کوي.

په عین حال کې، هغه موسسه چې د «هلو ټرسټ» په نوم د ماین پاکۍ په برخه کې فعالیت لري، تر دې وړاندې ویلي چې هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه په افغانستان کې د ماین یا د جګړې له پاتې شوو چاودیدونکو توکو له امله وژل کېږي یا ټپي کېږي. د دې موسسې په وینا، په هېواد کې نږدې ۶.۴ میلیونه کسان د چاودیدونکو توکو د مستقیم ګواښ لاندې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا درې میلیونه او درې سوه زره کسان په افغانستان کې د ماین‌ککړو سیمو په یوه کیلومتري ساحه کې ژوند کوي؛ شمېرې چې د دې بشري بحران د دوام په اړه اندېښنې زیاتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button