سياستمهم خبرونه

یوناما: په درې میاشتو کې د پخواني حکومت ۱۴ کسان وژل شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) په خپل وروستي بشري حقونو راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو درې میاشتو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه د پخواني حکومت چارواکي او امنیتي کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې ۲۸ بې‌ځایه نیونې او توقیفونه، او لږ تر لږه اووه پېښې د شکنجې او ناوړه چلند ثبت شوي دي. یوناما دا موارد د طالبانو تر حاکمیت لاندې هېواد کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د دوام څرګندونه بولي.

یوناما زیاته کړې، یو شمېر قربانیان هغه کسان وو چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راستنېدلي وو، خو له بېرته ستنېدو وروسته د قانون له چوکاټه بهر د وژنو، خپل‌سریو نیونو او تاوتریخوالي له پېښو سره مخ شوي دي.

د راپور په بله برخه کې د ښځو پر کار او تګ راتګ د پراخو بندیزونو، د عام محضر اعدامونو او درو وهل، او همدارنګه په ځینو سیمو کې د انټرنېټ او مخابراتي خدماتو د بندېدو موضوع یادونه شوې ده؛ هغه اقدامات چې د بشري حقونو د بنسټونو په باور، د ویرې او ځپنې فضا پیاوړې کړې او د طالبانو د حکومت د بشري حقونو ژمنو پر وړاندې پوښتنې راپورته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button