سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

یوناما: د نجونو د زده کړو بندېز ۱۶۰۷ ورځو ته رسېدلی دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې له هغه وخته چې د هېواد نجونې له ۱۲ کلنۍ پورته له زده کړو بې‌برخې شوې، ۱۶۰۷ ورځې تېرې شوې دي. دغه اداره وایي، د دغې وضعې دوام د افغانستان راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کړی او د هېواد پر پرمختګ اوږدمهاله ناوړه اغېزې لري.

یوناما د خپل رسمي ایکس پاڼې له لارې ویلي چې له تېرې څلور کلونو راهیسې د افغانستان نجونې له تعلیمي فرصتونو بې‌برخې شوې دي، او د ښځو او نجونو د فعال حضور پرته نه‌شي کېدای چې د هېواد روښانه راتلونکی تصور شي. دغه اداره یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه کړې چې د نجونو د زده کړو بندیز ژر تر ژره پای ته ورسوي او د هغوی د ستنېدو لپاره ښوونځیو او پوهنتونونو ته زمینه برابره کړي.

د ملګرو ملتونو دفتر ټینګار کړی چې د علم او زده کړې په برخه کې برابري د ټولنو د پرمختګ اساسي شرط دی. د دې ادارې په باور، د ښځو او نجونو له زده کړو او کاره محرومول نه یوازې هغوی شاته پرېږدي، بلکې د افغانستان د باثباته پرمختګ او اوږدمهاله هوساینې پر وړاندې جدي خنډ ګرځي. دا هغه موضوع ده چې په تېرو څلور کلونو کې څو ځل د نړیوالو بنسټونو او افغان وګړو له لوري نیوکه شوې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش، هم د دې ورځې په مناسبت د ښځو او نجونو لپاره د علمي فرصتونو د برابروالي غوښتنه کړې ده. هغه ویلي، هره نجلۍ باید وکولای شي خپل راتلونکی د علم له لارې وویني او هره ښځه د خپل مسلکي پرمختګ حق ولري.

ګوتریش زیاته کړې چې اوس مهال ښځې د نړۍ د څېړونکو له یوې درې برخې هم کمې دي او په پرمختللو برخو لکه مصنوعي ځیرکتیا او کوانٹم علومو کې د هغوی حضور محدود دی؛ یوه ستونزه چې د نړیوالو نوښتونو او ساینسي پرمختګ بهیر هم اغېزمن کړی. د ده په وینا، د سږ کال د یادې ورځې تمرکز په دې دی چې د مصنوعي ځیرکتیا، ټولنیزو علومو، STEM او مالي سکتور ترمنځ همغږي رامنځته شي، څو د جنسي توپیرونو مخه ونیول شي او د زده کړو او علمي فرصتونو ته مساوي لاسرسی تضمین شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر هم ویلي چې افغان ښځې – له نرسانو او قابله‌ګانو نیولې تر څېړونکو پورې – د ټولنې د روغتیا او هوساینې بنسټیز رول لري. دغه ټولنه ټینګار کوي چې ښځې باید له علمي پرمختګ برخمنې شي او د ټولو لپاره د زده کړو ملاتړ به دوام ولري.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کړې بندې کړې او وروسته یې د پوهنتونونو او طبي انسټیټیو دروازې هم پر نجونو وتړلې. د نړیوالې ټولنې د پرله‌پسې غوښتنو سره سره، دا بندیزونه نه یوازې نه دي لغوه شوي، بلکې په ځینو مواردو کې پراخ شوي هم دي. دا کار افغانستان لا نور د نړیوال انزوا پر لور رانژدې کړی او میلیونونه نجونې یې له بنسټیز حق – زده کړې – بې‌برخې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button