مهم خبرونهمهم سرلیکنړیوال

یوناما: د پاکستان له بریدونو سره د افغان ملکي وګړو تلفات زیات شوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې ټول ۶۱۳ افغان ملکي وګړي د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د راپور د موندنو له مخې، دا شمېر په تېرو پنځلسو کلونو کې د پاکستان له لوري د ملکي تلفاتو تر ټولو لوړه کچه ده؛ هغه مسله چې د پوله‌يیزو سیمو د اوسېدونکو د خوندیتوب په اړه جدي اندېښنې راپاروي.

یوناما زیاتوي، یوازې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د پاکستان د پوځ بریدونو د اویا ملکي کسانو د مرګ او د ۴۷۸ نورو د ټپي کېدو لامل شوي دي. دا شمېرې ښيي چې د کال په پای کې د بریدونو شدت په څرګند ډول زیات شوی دی.

په راپور کې له ټولو ښکېلو لورو غوښتنه شوې چې ملکي کسان او ملکي تاسیسات په څرګند ډول له پوځي هدفونو جلا کړي او له هر ډول اقدامه چې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کوي، ډډه وکړي. همداراز د څارونکو ادارو په وینا، طالبان مکلف دي چې د ملکي اوسېدونکو د ساتنې لپاره په زیان‌منو سیمو کې اغېزمن او حساب ورکوونکي ګامونه پورته کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button