اقتصاددوهم سرلیکمهم خبرونه

یوناما: د ۲۰۲۶ کال لپاره د افغانستان د کار او بنسټیزو خدماتو پياوړتیا لومړیتوب لري

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي برنامې استازي په افغانستان کې ویلي چې د کاري فرصتونو رامنځته کول، د بنسټیزو خدماتو پراختیا او د طبیعي پېښو له پایلو سره رسېدنه، د دې ادارې د ۲۰۲۶ میلادي کال د اصلي لومړیتوبونو څخه دي. نوموړي ټینګار کړی چې د پروګرامونو تمرکز به د هېواد په کچه د وګړو پر عاجلو اړتیاوو د ځواب ویلو وي.

سټیفن رودریګز، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پرمختیايي برنامې استازی دی، له آریانا نیوز سره په مرکه کې ویلي چې د روان کال لپاره ځانګړې شوې بودیجه شاوخوا ۱۲۰ میلیونه ډالر ده. د هغه په وینا، دا اندازه بودیجه د ټولو پلان شویو پروګرامونو د پلي کولو لپاره کافي نه ده.

نوموړي د مرستندویو هېوادونو له ملاتړ څخه مننه کړې او له هغوی یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي. رودریګز ټینګار وکړ چې د نړیوالو همکاریو دوام او پیاوړتیا کولای شي د خلکو په ژوندانه ښه والي او د زیانمنو سیمو په پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button