ملګرو ملتونو د غزې لپاره د بشري مرستو د بندېدو له خطر څخه خبر ورکړ

ملګرو ملتونو له ۲۰۰ نړیوالو خیریه بنسټونو سره په ګډه ویلي، چې پر بشري مرستو د محدودیتونو دوام د فلسطین په سیمو، په ځانګړي ډول د غزې په تړانګه کې، د بشردوستانه فعالیتونو د سقوط له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
په یوه ګډ بیان کې ویل شوي، چې پر مرستو پرتو خنډونه د مرستندویه سازمانونو د عملي وړتیا د پام وړ کمښت سبب شوي او ملکی وګړي له اساسي خدماتو څخه بې برخې کړي دي. دا وضعیت د غزې اوسېدونکي له لا ډېر انساني کړاو سره مخامخ کوي.
ملګري ملتونه او امدادي ادارې ټینګار کوي، چې پر مرستو د تطبیق شویو محدودیتونو، چې پکې سیاسي او جهتدار ثبتنامي کړنلاري هم شاملې دي، باید پای ته ورسېږي ترڅو مرستې پرته له خنډ او د بشري اصولو پر بنسټ دوام ومومي.
یاد بنسټونه، د ملکیانو د خوندیتوب په برخه کې د نړیوالو مسوولیتونو یادونه کوي او د بشري مرستو د عاجل لاسرسی غوښتنه کوي. دوی خبرداری ورکړی، چې که روان وضعیت دوام وکړي، نو به یې جدي انساني پایلې ولري.




