ملګري ملتونه: غزه د عمومي قحطۍ له ګواښ سره مخ ده

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې تړانګه د عمومي قحطۍ له سخت ګواښ سره مخ ده؛ داسې وضعیت چې د درملو، طبي وسایلو د سخت کمښت او پراخې غذایي ناامنۍ له امله د ملکي وګړو ژوند ګواښي.
د روغتیا نړيوال سازمان مشر، تدروس ادهانوم، ویلي چې تر اپرېل ۲۰۲۶ پورې به له ۱۰۰ زرو ډېر ماشومان او شاوخوا ۳۷ زره حامله او ماشوم شیدې ورکونکې ښځې د شدیدې تغذيې کمښت له خطر سره مخامخ شي. ده ټینګار کړی چې یوازې نیمایي روغتيايي مرکزونه په محدود ډول فعال دي او د دواګانو او اړینو طبي وسایلو کمښت جدي اندېښنه رامنځته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، شاوخوا ۱.۶ میلیونه د غزې اوسېدونکي به د ۲۰۲۶ کال تر منځني اپرېل پورې له سختې غذایي ناامنۍ سره مخ وي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که بریدونه بېرته پیل شي او بشري مرستو ته خنډونه رامنځته شي، نو ښایي ټول د غزې ساحه په راتلونکو څو میاشتو کې له قحطۍ سره مخ شي.
راپورونه ښيي چې د بنسټیزو زېربناوو ورانېدل، د خلکو د ژوند د سرچینو له منځه تلو، د خوراکي توکو د تولید کمښت او د مرستو د رسولو محدودیتونو د غزې انسانې وضعیت ډېر نازک کړی دی. ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې د انساني ژوند د ژغورلو لپاره دې طبي وسایل بې له ځنډه او پرته له هر ډول شرطه غزې ته پرېښودل شي.
په همدې حال کې، د “د ماشومانو د ژغورنې سازمان” اعلان کړی چې سره له دې چې جګړه بنده شوې، خو په غزه کې انسانې کړکیچ لا هم پای ته نهدی رسېدلی او بحراني حالت دوام لري. دغه سازمان د مرستو د داخلېدو لپاره د تګلارو پر سمدستي پرانیستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بې له دوامداره لاسرسي څخه د خلکو بنسټیزو اړتیاوو ته ځواب ویل ناشونی دی.
دغه اداره وايي، د سختې یخنۍ له کبله بیړنۍ اړتیا ده چې مخکې جوړ کورونه، لنډمهالي پناهځایونه او د ژمي جامې، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره، غزې ته ننهوړل شي. دا ماشومان تر ټولو ډېر د یخنۍ او هغې له انساني اغېزو سره مخ دي. سازمان خبرداری ورکړی چې د مرستو په استولو کې هر ډول ځنډ د زرګونو ملکي وګړو په ځانګړي ډول ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.




