د ملګرو ملتونو د استازي خبرداری: د ایران میشت افغانان له سختو پرېکړو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي په افغانستان کې ویلي، ډېری هغه افغانان چې په ایران کې مېشت دي، له یوې ستونزمنې پرېکړې سره مخ دي: یا دې د ایران د جګړو او اقتصادي ستونزو تر سیوري لاندې ژوند ته دوام ورکړي، یا دې بېرته افغانستان ته ستانه شي او له ورته ننګونو سره مخ شي.
عرفات جمال د الجزیرې سره په مرکه کې ویلي، د کډوالو د ستنېدنې بهیر عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري. د هغه په وینا، ځینې افغانان د امنیتي اندېښنو لکه بمباردونو او جګړو یادونه کوي او هممهاله د خراب اقتصادي وضعیت شکایت هم لري. نوموړي ټینګار کړی چې اوسنی وضعیت د دې کورنیو پرېکړې ډېرې سختې او اندېښمنوونکې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د دې چارواکي په وینا، سږ کال شاوخوا ۱۱۰ زره افغانان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي. راپورونه ښيي چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه نږدې ۲٫۸ میلیونه تنه بېرته افغانستان ته ورغلي دي، چې دا د هېواد پر زېربناوو او بنسټیزو خدماتو پراخه فشار څرګندوي.
عرفات جمال د پاکستان له خوا په افغانستان د ترسره شویو پوځي بریدونو ته په اشارې ویلي، ډېری ستنېدونکي له یوې جګړې تښتي خو د بلې جګړې له خطر سره مخ کېږي. هغه زیاته کړې چې د دغو کسانو لپاره «مطلوبه لاره» نه لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو دغه استازي همداراز خبرداری ورکړی چې دا اداره دا مهال د کافي مالي سرچینو له کموالي سره مخ ده او نه شي کولای د بېرته راستنېدونکو حالت ته په مؤثره توګه رسېدنه وکړي. په عین وخت کې، تمه ده چې د بېرته ستنېدنې د روانې څپې په زیاتېدو سره، د طالبانو اداره او کورني مسؤل بنسټونه د سرپناه، روغتیایي خدمتونو او د معیشت د فرصتونو د برابرولو لپاره لازم عملي او شفاف ګامونه پورته کړي؛ ځکه د نویو راتلونکو کورنیو له وضعیت څخه بېپراهي کولای شي په یو شمېر سیمو کې د بشري بحران کچه نوره هم لوړه کړي.




