ملګرو ملتونو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو پر مهال د ملکیانو د سمدستي خوندیتوب غوښتنه وکړه

ملګرو ملتونو د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د نښتو له زیاتېدو سره، د ملکی کسانو د ژر خوندیتوب غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د معلوماتو د محدود لاسرسي له امله، دا مهال د تلفاتو کره شمېر نه شي خپرولی.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (۱۳ حوت) په یوه بیان کې وویل چې د ناامنۍ له امله، یو شمېر کورنۍ د افغانستان د شمال لوېدیځ له سیمو څخه د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي. د ملګرو ملتونو په وینا، د دغو کورنیو بېځایه کېدل د دغو سیمو د بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.
د بیان له مخې، د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د مرستو رسونې فعالیتونه لنډ مهال درول شوي، خو د دغه ایالت په سوېلي برخو کې مرستې لا هم روانې دي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دوامداره ناامني کولای شي د اړمنو خلکو د لاسرسي بهیر لا پسې ګډوډ کړي.
دغه نړیوال بنسټ دا هم تایید کړې چې د پاکستان هوايي بریدونو د تلفاتو او د استوګنې د کورونو د ویجاړتیا لامل شوي دي. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پینځه کسان، چې ماشومان هم پکې شامل دي، د تورخم دروازې ته نږدې ټپیان شوي، او دوه نور تنه د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ کې زخمیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند، سټیفن دوجاریک، ټینګار کړی: «ملکي وګړي باید په هر حالت او همدارنګه ملکي تاسیسات خوندي وساتل شي.»
که څه هم د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ پولهیزې شخړې اوږده سابقه لري، خو د بشري حقونو ادارو له دواړو لورو غوښتنه کړې چې د استوګنې په سیمو کې له جګړې ډډه وکړي. سره له دې، د طالبانو اداره هم مسووله ده چې د هېواد د خلکو ژوند او مال خوندي کړي او د دا ډول نښتو پر مهال د ملکیانو د زیان مخه ونیسي.




