ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ښاري پلان نشتون د بېوزلۍ او شخړو لامل شوی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې اداره (یون‌هبیتات) د ښاري مدیریت او پلان جوړونې د نشتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له امله یې د هېواد په اطرافو کې ناسم شهرې پراخوالی او غیري رسمي مېشت ځایونه رامنځته شوي دي.

یادې ادارې د سه شنبې په ورځ، د لړم په شلمه، په خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې په هېواد کې د روښانه ښاري پرمختیا د چوکاټ نشتوالی نه یوازې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې زیاتوي، بلکې د ښاري بې‌وزلۍ د ډېرېدو او د کوربه ټولنو او بې‌ځایه شوو ترمنځ د شخړو ښکارندويي کوي.

یون‌هبیتات ټینګار کړی، چې د ښاري بنسټونو او اساسي خدماتو په وړاندې کولو کې هدفمندې پانګونې کولی شي له بې‌ځایه شوو سره د ښارونو په پرمختیا کې د رغنده ونډې اخېستو زمینه مساعده کړي.

یادې ادارې له ټولو اړخونو غوښتنه کړې چې د نفوسو د بدلونونو په پام کې نیولو سره، د متوازن ښاري پرمختګ لپاره مناسب پلانونه ترتیب کړي.

یاد خبرداری پر داسې مهال خپرېږي، چې د طالبانو اداره، د نامشروع جوړښت په توګه، تر اوسه د ښاري پراختیا لپاره هېڅ اوږدمهاله برنامه نه ده وړاندې کړې. طالبانو زیات تمرکز پر واک ټینګ ساتلو کړی؛ داسې حال کې چې د هېواد اقتصادي بیا رغونې او پایدارې ښاري پراختیا ته هیڅ پام نه دی شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button