ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

ملګري ملتونه: د افغانستان ښارونه د چټک پراختيا لپاره چمتو نه دي

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ويلي، د افغانستان ډېری ښارونه د چټک ښاري کېدو د زیاتېدونکې څپې د مقابلې لپاره لازمې تياري نه لري. دغه بنسټ د سه‌شنبې په ورځ، د سلواغې ۲۸مه، خبرداری ورکړی چې که دا بهیر دوام وکړي، د استوګنې، ښاري خدماتو او بنسټيزو زيربناوو ستونزې به نورې هم زياتې شي.

د دې پروګرام د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې تر کال ۲۰۶۰ پورې به له هر دوو تنو، يو تن په ښارونو کې ژوند کوي. دا بدلون اوږدمهاله پلان جوړونې او د استوګنې، ترانسپورټ، د څښاک اوبو او نورو اساسي خدماتو په برخو کې پراخو پانګونو ته اړتيا لري.

په پيغام کې راغلي: «د مناسب او خوندي ژوند چاپېريالونو رامنځته کولو ته په لومړيتوب ورکولو سره، موږ کولای شو داسې ښارونه جوړ کړو چې هر څوک پکې له شايسته ژوند برخمن وي.» دا ټینګار په داسې حال کې کېږي چې ډېری ښاري اوسېدونکي د لومړنيو خدمتونو له کمښت او د غيرمعياري سيمو د پراخېدو له امله کړاو ويني.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام له دې مخکې هم اعلان کړی و چې تر کال ۲۰۲۶ پورې به په افغانستان کې له څلور ميليونو زياتو کسانو ته د استوګنځای اړتيا وي. دغه شمېرې ښيي چې د استوګنې بحران د هېواد له تر ټولو جدي ټولنيزو ننګونو څخه دی.

دغه نړيوال بنسټ تر دې وړاندې څو ځله د غيرمعياري ښاري ودې په اړه خبرداری ورکړی. دا موضوع د طالبانو د ادارې له لوري د اغېزمنې پاليسۍ او ځواب ويونکي ښاري مديريت غوښتنه کوي. خو د شفافو ښاري پروګرامونو نشتوالی او د سرچينو محدود لاسرسی د افغانستان د ښارونو د راتلونکي په اړه اندېښنې زياتې کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button