دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

ملګري ملتونه: د طالبانو د ښځو ضد تګلاره د بشريت پر وړاندې جنايت دی

د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي راپورګر ريچارد بېنټ په تازه راپور کې ويل شوي چې د افغانستان ښځې او نجونې د طالبانو د ادارې تر يوه بنسټيز جوړښت لاندې ژوند کوي چې د تبعيض، ظلم او جنسي برلاسۍ پر بنسټ ولاړ دی، او دا کړنې ښايي د بشريت پر وړاندې جنايت وګڼل شي.

بېنټ خبرداری ورکړی چې دغه تګلارې د ښځو د ژوند نږدې ټولې برخې پوښي او د هغوی حقونه په زده کړو، کار، تګ راتګ، روغتيا، عدالت ته لاسرسي، د بيان ازادۍ، ټولنيو فعاليتونو او عامه ژوند کې ګډون په شديد ډول محدود کړي دي. هغه ټينګار کړی چې که نړيواله ټولنه ژر او دوامداره اقدام ونه کړي، افغانستان به له سمدستي او اوږدمهالو پايلو سره مخ شي.

راپور زياتوي چې د طالبانو اداره له واک ته د ستنېدو وروسته يو ايډيالوژيکي جوړښت رامنځته کړی چې پر نارينه‌محور کلیشو ولاړ دی او موخه يې د ښځو بنسټيز حقونه او ازادۍ له منځه وړل دي. د بېنټ په وينا، دغه محدوديتونه د تبعيض پر بنسټ پرېکړو، اجباري ګامونو، فيزيکي تاوتريخوالي او ايډيالوژيکي تلقين له لارې عملي کېږي.

ځانګړي راپورګر اوسنی حالت يو “ډير سرکوبګر ټولنيز نظم” بللی چې پکې د ښځو او نجونو خپلواکي په تدريجي ډول ورکېږي. هغه زياته کړه چې دغه حالت د ښځو پر جسمي او رواني روغتيا او همدارنګه د روغتيايي خدمتونو لاسرسي او د کورنيو بقا باندې ژور اغېز کړی دی.

بېنټ د روغتيايي کارکوونکو، په ځانګړي ډول ښځينه کارکوونکو او د عاجلو پاملرنو متخصصانو د کمښت په اړه اندېښنه څرګنده کړې. د هغه په وينا، د اقتصادي ستونزو او د طالبانو د محدودونکو پاليسيو له امله د مسلکي کسانو پراخ مهاجرت د هېواد روغتيايي نظام له بې‌سارې بحران سره مخ کړی دی. اقتصادي فشارونه په ولايتونو کې هم دا لامل شوي چې روغتيايي کارکوونکي ښاري مرکزونو ته لاړ شي او کليوالې سيمې له سخت کمښت سره مخامخې شي.

په راپور کې راغلي چې د طالبانو له خوا په روغتيا وزارت کې ګومارل شوي يو شمېر چارواکي د روغتيا په برخه کې اړينه تجربه او تخصص نه لري، او دا د بېنټ په اند ښيي چې د ګومارنو بنسټ سياسي او ايډيالوژيکي تړاوونه دي. هغه زياته کړې چې د روغتونونو او روغتيايي ادارو ډېری رهبري پوستونه اوس هغو کسانو ته سپارل شوي چې مسلکي روزنه نه لري، او ډېری ښځې له اداري دندو لرې شوې دي.

راپورګر همدارنګه ويلي چې هغه ګڼ شمېر راپورونه تر لاسه کړي چې ښيي ځينې ښځې د محرم د نه لرلو له امله د روغتيايي خدمتونو، ان د عاجلو حالاتو پر مهال، محرومې پاتې شوې دي، يوه څېره چې د مريضانې ژوند له جدي خطر سره مخ کولی شي.

بېنټ روښانه کړې چې د دې راپور د برابرولو لپاره له ۲۹ ولايتونو څخه له ۱۳۷ افغان وګړو سره انفرادي او ډله‌ييزې مرکې شوې دي. ګډونوال پکې اوسني او پخواني روغتيايي کارکوونکي، د مدني ټولنو غړي او د روغتيايي خدمتونو کاروونکي وو.

د هغه په وينا، د زيان‌منونکو او له خطر سره مخ ډلو نظرونه، لکه د لرې پرتو سيمو ښځې، معلولين، ماشومان، ځوانان ۽ د جنسي تاوتريخوالي قربانيان هم په دې راپور کې ځای پر ځای شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button