ملگري ملتونه وايي چې له ایران څخه د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د سیمې د زیاتېدونکو کړکېچونو له امله، دا سازمان د هغو افغانانو د ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي چې ښایي په راتلونکو میاشتو کې له ایران څخه هېواد ته ستانه شي. د دې سازمان د چارواکو په وینا، د مرستو ادارې د افغانستان په پولو کې د بیړنیو بشري مرستو د برابرولو چمتووالی نیسي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیالې جورجت ګانیون ویلي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري او د کډوالۍ نړیوال سازمان په پوله د چمتووالي هڅې زیاتې کړې دي. د دې هڅو موخه د بېرته راستنېدونکو افغانانو لومړنیو اړتیاوو ته رسیدګی ده چې پکې د استوګنې ځای، روغتیایي خدمتونه او بیړنۍ مرستې شاملې دي.
نوموړې دا هم ویلي چې په وروستیو کلونو کې له څلور میلیونو څخه ډېر افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي او دا وضعیت یې «ډېر ننګونکی» بللی. د هغې په وینا، د مهاجرو پراخ بېرته ستنیدل په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان له ژور اقتصادي بحران او د کار د فرصتونو له کمښت سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیالې همدارنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ د اکتوبر له میاشتې راهیسې د پولي د تړل کېدو یادونه وکړه او ویې ویل چې دا اقدام د دواړو هېوادونو د سرحدي اوسېدونکو پر بشري او اقتصادي حالت جدي اغېزې کړې دي. نوموړې زیاته کړه چې دا پوله د سیمهییز تجارت او د کورنیو د تګ راتګ لپاره ډېر اهمیت لري.
ګانیون ټولو اړخونو ته غږ وکړ چې کړکېچونه راکم کړي، د شخړو د حل لپاره له خبرو کار واخلي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي.
هغې د خپلو خبرو په بله برخه کې د طالبانو تر ادارې لاندې د ښځو او نجونو وضعیت یاد کړ او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه پر دوامدار ډول د هغو محدودیتونو د لرې کولو لپاره هڅې کوي چې پر ښځو لګول شوي دي. پراخې محدودیتونه په زدهکړو، کار او ټولنیز حضور باندې د افغانستان د بشري حقونو د ژور بحران لامل ګرځېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د دې چارواکې په وینا، د دغو محدودیتونو دوام به هېواد له جدي اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو پایلو سره مخ کړي او دا د هغو اصلي خنډونو له ډلې شمېرل کېږي چې د افغانستان د نړیوالې ټولنې سره د عادي تعامل او نړیوال نظام ته د دې هېواد د تدریجي ستنېدو مخه نیسي.




