مهم خبرونهنړیوال

ملګري ملتونه: په سودان کې په درې ورځو کې له لس زرو زيات کسان بې‌کوره شوي

ملګرو ملتونو ويلي چې د سودان روانه جګړه د شمالي دارفور او جنوبي کردفان په ايالتونو کې د درې وروستيو ورځو په موده کې له لس زرو زيات کسان بې‌کوره کړي دي؛ يوه داسې وضعه چې پر ملکي وګړو بې‌سارې فشارونه راوړي دي.

د ملګرو ملتونو اړوند د مهاجرت نړيوال سازمان راپور ورکړی چې له اووه زرو زيات کسان د شمالي دارفور د ام برو او کرنوې ښارونو څخه تښتېدلي دي. دغه ښارونه څو ورځې وړاندې د چټک غبرګون ځواکونو تر ولکې لاندې راغلل او پراخه ناامنۍ اوسېدونکي اړ کړي چې خپلې کورنۍ پرېږدي.

د راپور له مخې، له درې زرو زيات نور کسان هم د جنوبي کردفان د کادوقلي له ښاره بې‌کوره شوي دي. کادوقلي دا مهال د چټک غبرګون ځواکونو تر محاصرې لاندې دی، او اوسېدونکي د خوراکي توکو د سخت کمښت او د لوږې له خطر سره مخ دي.

دغه سازمان زياته کړې چې د ميدان د بې‌ځايه شويو ټيمونو د تېرې چهارشنبې او جمعې تر منځ د جناوبي کردفان د الدلنج ښار د ۷۸۰ کسانو بې‌ځايه کېدل ثبت کړي، چې علت يې د ناامنۍ زياتوالی ښودل شوی. همدارنګه اټکل شوی چې د شمالي کردفان د ام دام حاج احمد ولسوالۍ د السنجوقي کلي ۵۱۰ اوسېدونکي هم د امنيتي وضعيت له امله اړ شوي خپل کورونه پرېږدي.

چټک غبرګون ځواکونو تېرې چهارشنبې اعلان وکړ چې د شمالي دارفور د ابو قمره او ام برو ښارونو کنټرول يې نيولی دی. دا ځواکونه دا مهال د دارفور د پنځو ايالتونو کنټرول په لاس کې لري او يوازې د شمالي دارفور ځينې برخې د پوځ تر ولکې لاندې پاتې دي.

له دې وړاندې، د مهاجرت نړيوال سازمان د دسمبر په ۱۸مه ويلي وو چې د اکتوبر له ۲۶مې تر دسمبر ۱۷مې پورې په دريو کردفان ايالتونو کې د بې‌ځايه شويو شمېر شاوخوا له ۵۰ زرو تر ۴۴۵ زرو کسانو اټکل شوی دی. د سودان کړکېچ د ۲۰۲۳ کال د اپريل په مياشت کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو ترمنځ پيل شو چې تر اوسه په کې لسګونه زره کسان وژل شوي او نږدې ۱۳ ميليونه تنه بې‌کوره شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button