سياستمهم خبرونه

د افغانستان د وضعیت ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا درې میاشتنی غونډه کېږي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (چهارشنبه) خپله درې میاشتنی غونډه د افغانستان د وضعیت د ارزونې لپاره ترسره کوي. په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو لوړپوړي چارواکي او جورجیوت ګانیون، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت (یوناما) سرپرستي کوي، ګډون لري.

د امنیت شورا په یوه رسمي اعلامیه کې ویل شوي چې د دې غونډې له مهمو بحثونو څخه د بشري حقوقو وضعیت دی. تازه موندنې او راپورونه ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د اساسي بشري حقونو پراخ نقض، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، د نړیوالې ټولنې یوه جدي اندېښنه ده.

شنونکي باور لري چې د طالبانو د ادارې له لوري د محدودیتونو دوام او د حساب ورکونې نشتوالی نه یوازې د بشري وضعیت د خرابېدو لامل شوی، بلکې د افغانستان اړیکې له نړیوالې ټولنې سره هم بندې پاتې شوې دي. امنیت شورا تر دې مخکې هم له طالبانو غوښتي وو چې د بشر حقونو په برخه کې خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د ټول‌شموله سیاسي جوړښت لپاره زمینه برابره کړي.

ټاکل شوې چې د غونډې پر مهال د امنیت شورا غړي هېوادونه د افغانانو د ملاتړ او له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د راتلونکو تعاملاتو پر لارو چارو بحث او نظرونه تبادله کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button