مهم خبرونهنړیوال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش له ګواښونو سره د نړېوال امنیت پر وضعیت بحث کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د چهارشنبې په ورځ، د فبرورۍ په څلورمه، غونډه ترسره کوي چې موخه یې د داعش ډلې له لوري پر نړېوال سولې او امنیت د رامنځته شوو ګواښونو ارزونه ده. دا غونډه د یاد سازمان د سرمنشي د نوي راپور پر بنسټ جوړه شوې ده.

په هغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د جنورۍ په ۳۱مه د امنیت شورا غړو ته سپارلی، ویل شوي چې د داعش ګواښ په پرله‌پسې توګه زیاتېږي او وضعیت په ځینو سیمو کې، په ځانګړي ډول افریقا کې، اندېښمنوونکی بلل شوی دی.

راپور همدارنګه د «داعش خراسان» څانګې فعالیتونو ته اشاره کوي او ادعا کوي چې دغه ډله د افغانستان په شمالي او پولو سیمو کې حضور او فعالیت لري؛ موضوع چې د نړېوالو بنسټونو له نظره د افغانستان له پولو هاخوا هم اغېزې لرلای شي.

خو د طالبانو اداره څو ځله دا ارزونې رد کړي او ویلي یې دي چې داعش په افغانستان کې ځپل شوی او نور د دې توان نه لري چې له افغان خاورې څخه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي. سره له دې، د ملګرو ملتونو دوامدارې اندېښنې ښيي چې نړېواله ټولنه لا هم د طالبانو د حکومت د شفافیت او د تندلارو ډلو د مهار توان په اړه جدي شکونه لري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button