څلوېښت هېوادونو د ملګرو ملتونو په شورا کې د طالبانو د ښځو ضد تګلاره وغندله

د ملګرو ملتونو د څلوېښت غړو هېوادونو استازو د امنیت شورا له لارې په یوه ګډ بیان کې د طالبانو د حکومت هغه تګلارې په کلکه وغندلې چې د افغانستان د ښځو او نجونو پر وړاندې عملي کېږي. دا هېوادونه د چهارشنبې په ورځ، د مارچ له اتمې چې د ښځو نړیواله ورځ ده، د افغان ښځو ملاتړ څرګند کړ او د هغوی د بنسټیزو حقونو د تامین غوښتنه یې وکړه.
یاد شوی بیان د امنیت شورا د معلوماتي ناستې له ترسره کېدو مخکې خپور شو؛ هغه ناسته چې د ملګرو ملتونو د یوناما ماموریت په اړه وه. په دې ناسته کې د افغانستان د ښځو د بشري حقونو پر وضعیت او پراخو محدودیتونو تمرکز وشو، چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو لګېدلي دي.
دغه ګډ اعلامیه هغو هېوادونو خپره کړې چې د “ښځو، سولې او امن” د ګډو ژمنو له مخې او همدارنګه د ملګرو ملتونو د “د ښځو، سولې او امن د دوستانو ډلې” غړي دي. دغو هېوادونو د افغان ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک سرغړونې د اندېښنې وړ وبللې او له هغوی سره یې د یووالي څرګندونه وکړه.
په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د زدهکړې حق کې محرومول او د ښځو له کار څخه مخنیوی نه یوازې د هغوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي راتلونکي به هم اوږدمهاله او جدي اغېزې ولري. سره له دې چې څو کاله د طالبانو له بیا واک ته رسېدو تېر شوي، پر ښځو لګېدلې محدودیتونه لا هم دوام لري او د نړیوالې ټولنې پرلهپسې غوښتنو ته لا تر اوسه مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.




