د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان او یوناما پر رول غونډه کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټاکلې ده چې د چهارشنبې په ورځ، د قوس میاشتې په ۱۹مه نوې غونډه ترسره کړي، تر څو د افغانستان روان وضعیت وڅېړي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې سیاسي استازولۍ (یوناما) خپل تازه راپور د امنیت شورا غړو ته وړاندې کړي.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې له تېرو درې میاشتو راهیسې ملګري ملتونه لا هم نه دي توانېدلي د سرمنشي لپاره نوی ځانګړی استازی افغانستان ته وټاکي. یوناما دا مهال د سرپرست مشرۍ لاندې چلېږي او وروستی ځل روزا اوتانبایوا د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې په توګه په سپتمبر میاشت کې د امنیت شورا غونډه کې ګډون کړی و.
په همدې حال کې، یو شمېر افغان ښځینه فعالانو د یوناما پر کړنو نیوکې کړې دي. دوی باور لري چې یوناما د نړۍ او د طالبانو د ادارې ترمنځ د تعامل لپاره زمینه برابره کړې او دا کار په غیر مستقیم ډول له طالبانو سره د مشروعیت ورکولو مرسته کړې ده؛ داسې حال کې چې لا هم د طالبانو تر واک لاندې د بشر حقونه تر پښو لاندې کېږي، او د ښځو او نورو ډلو د ازادیو ځپنه روانه ده.
په تېرو څلورو کلونو کې یوناما هڅه کړې چې له قطر پروسې او د موزاییک په نوم نوې برنامې له لارې د افغانستان سیاسي او بشري حقونو کړکېچ حل کړي، خو دغه هڅې ونه توانېدې چې پراخ ګډون او یو ټولشموله اداره رامنځته کړي. سره له دې چې یوناما ویلي، له طالبانو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندنې معنا نه لري، خو د طالبانو له ادارې سره پر تعامل ټینګار تل د مدني ټولنې او ښځو لهخوا تر نیوکې لاندې نیول شوی.
په ورته مهال کې، یوناما پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره خبرو ته ډېر اهمیت ورکړي، خو په خپلو ګڼو راپورونو کې یې طالبان د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د زیاتېدونکي نقض مسئول بللي دي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان بیا وخت نا وخته یوناما تر نیوکې لاندې نیولې او د دې ادارې د فعالیتونو مؤثریت یې شکمن بللی دی.




