سياستمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د افغانستان پر وضعیت ځانګړې ناسته وکړي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان کړی چې د دسمبر په ۱۰مه نېټه (چې د چهارشنبې ورځ سره برابره ده)، یوه ځانګړې ناسته ترسره کوي څو د افغانستان روان وضعیت په ژوره توګه وارزوي. دا ناسته به د نیویارک پر وخت د سهار په ۱۰ بجو، چې د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ بجې کېږي، پېل شي او د شورا غړو ته به دا فرصت برابر کړي چې د دغه هېواد سیاسي، بشري او امنیتي بدلونونه په پراخه توګه وڅېړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي، د دې غونډې هدف دا دی چې د شورا غړو ترمنځ د افغانستان د پېچلي وضعیت په اړه ژورې خبرې پیل شي. دغه ناسته د دې لپاره مهمه بلل شوې چې د افغانستان له میداني وضعیت او له هغو ننګونو څخه چې خلک ورسره مخ دي، یو بشپړ انځور وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له هغه راهیسې چې طالبانو په اګست ۲۰۲۱ کې واک تر لاسه کړی، له ګڼو سیاسي، اقتصادي او بشري بحرانونو سره مخ دی. پر بنسټیزو حقونو او آزادیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو، پراخ محدودیتونه، د یوه همه شموله او باثباته حکومت نه شتون، او مخ په زیاتېدونکی فقر، دا ټول له جدي ملي او نړیوالو اندېښنو سره مخ کړي دي. نړیواله ټولنه، په تېره بیا د امنیت شورا، تل ټینګار کړی چې د بشري حقونو درناوی، او په افغانستان کې د یوه مشروع او ځواب ویونکي نظام جوړېدل اړین دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button