مهم خبرونهنړیوال

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان او پاکستان د کړکېچ په اړه ځانګړې ناسته کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې په راتلونکې اوونۍ کې به د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي. په دې غونډه کې به د افغانستان د کورني وضعیت تر څنګ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي پوځي کړکېچونه وڅېړل شي. د شورا په خبره، وروستي امنیتي بدلونونه په جدي ډول د غړو هېوادونو د بحث اصلي موضوع ده.

په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د امنیت شورا ویلي چې د شورا غړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو وضعیت له نږدې څاري. ویل شوي چې دغه کړکېچونه په تېرې اوونۍ کې د دواړو لورو ترمنځ د ډزو تبادلې ته رسېدلي او د پولو په سیمو کې یې د امنیت د خرابېدو اندېښنې راپارولې دي.

په داسې حال کې چې د پولو امنیتي وضعیت په ځینو سیمو کې نازک توصیف شوی، د طالبانو اداره تر اوسه د دې ناستې د ترسره کېدو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو اړیکو اداره او د سرحدونو امنیت د هر حاکم نظام بنسټیز مسؤلیتونه ګڼل کېږي، او تمه ده چې د داسې پېښو په وړاندې لا ډېر وضاحت او حساب ورکونه وشي.

تمه ده چې د روانې میلادي میاشتې په اوولسمه نېټه امنیت شورا یوه بله جلا ناسته هم د افغانستان او د ملګرو ملتونو د مرستندوی هیأت (یوناما) ماموریت په اړه ترسره کړي. ویل کېږي، دا ناسته به د نړېوالې ټولنې د طالبانو له ادارې سره د تعامل څرنګوالي او په افغانستان کې د یوناما د راتلونکې ونډې او حضور په اړه اغېز ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button