سياستمهم خبرونه

د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د شخړو زیاتېدو اندېښنه؛ ملګروملتونو خبرداری ورکړی

ملګروملتونو په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د حکومت او د پاکستان د دولت ترمنځ وروستي تاوتریخوالي دومره ډیر شوي، چې امکان لري د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې کړکېچ د کمولو لپاره د یوې پرېکړه‌لیک پر مسوده کار پیل کړي.

د دغه راپور پر بنسټ، د دواړو لوریو ترمنځ پر پوله نښتې او د ګواښونکې ژبې کارول اوس نړېواله اندېښنه راپارولې، او یو شمېر د امنیت شورا غړي غواړي، چې دا وضعیت د دیپلوماتیکو لارو او خبرواترو له لارې اداره شي. د احتمالي پرېکړه‌لیک مسوده به د هر ډول نوې نظامي اقدام څخه د ډډه کولو غوښتنه وکړي.

ملګروملتونه دا هم ویلي، چې شاید امنیت شورا یو غیر رسمي مشورتي غونډه هم رابلې، ترڅو د سازمان له اړوندو برخو دقیق معلومات ترلاسه کړي چې دا شخړه د سیمې پر ثبات څه اغېز کولی شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه بلال عمر ویلي، کله چې نړېواله سوله او امنیت له خطر سره مخامخ شي، امنیت شورا مسؤلیت لري، چې د بحران د پراخېدو د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

په داسې حال کې چې ملګروملتونه د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کوي، د کابل او اسلام‌اباد استازي دا مهال د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د دوه اړخیزو مشورو بوخت دي. د طالبانو اداره، چې د مشروعیت د نشتوالي او نړېوالو فشارونو سره مخ ده، تر اوسه یې له پاکستان سره د شخړو د دوام د مخنیوي لپاره کوم مشخصه لاره نه ده وړاندې کړې.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button