سياستمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته کوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټاکل شوې چې د دوشنبې په ورځ، د مارچ په نهمه، د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي. په دې غونډه کې به د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو وضعیت وڅېړل شي او د سیمې یو شمېر هېوادونه به هم ګډون ولري.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې، جورجت ګانیون، چې په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی ماموریت (یوناما) سرپرسته ده، به د انټونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د تازه راپور پر بنسټ معلومات وړاندې کړي. دغه راپور د یوناما د فعالیتونو ترڅنګ، د افغانستان اوسنی سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت هم را نغاړي.

په عین وخت کې، د امنیت شورا غړي د هغه پرېکړه لیک د مسودې په اړه خبرې کوي چې د چین له لوري د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره وړاندیز شوی دی. په وروستیو کلونو کې، د یوناما ماموریت د افغانستان د حالاتو د څار او د بشري حقونو د وضعیت د مستندسازۍ له اړخه د لږو نړیوالو رسمي چوکاټونو څخه یو بلل کېږي.

امنیت شورا زیاته کړې چې له ناستې مخکې به د پاناما استازی د څو هېوادونو په استازیتوب، چې پکې فرانسه، ډنمارک او کولمبیا شامل دي، په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه وغندي. دغه هېوادونه د «ښځې، سوله او امنیت» د نوښت ملاتړ کوونکي ډلې غړي دي.

په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو اداره پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولنیز حضور په برخه کې پراخ محدودیتونه لګولي دي، چې دا کړنې د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو له پرلپسې نیوکو سره مخ دي. تمه ده چې د ښځو د حقونو موضوع د راتلونکې ناستې یو له اصلي بحثونو څخه وي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button