روغتيامهم خبرونه

د ملګرو ملتونو استازې د کنر په وډیر کې د داوطلبانو له فعالیتونو لیدنه وکړه

د ملګرو ملتونو د داوطلبانو د پروګرام سیمه‌ییزې مرستیالې مییون پارک تازه د کنر ولایت د وډیر ولسوالۍ ته سفر کړی او هلته یې د روانو بحراني حالاتو په وړاندې د داوطلبانه فعالیتونو څرنګوالی ارزولی دی.

آغلې پارک د سیمې له داوطلبانو سره په کتنه کې د دوی فعالیتونه وستایل او ویې ویل چې داوطلب زده‌کړي کسان کولی شي د بېړنیو حالاتو پر مهال اغېزمن نقش ولوبوي او د ټولنې وضعیت ته بدلون ورکړي.

نوموړې دا سفر خپله د کړکېچونو د مدیریت لپاره د دوامدارو حللارو د موندلو یوه برخه بللې او وایي چې اصلي هدف دا دی ترڅو د محل پر بنسټ داوطلبانه شبکه‌ګانې جوړې شي؛ څو د راتلونکو بحراني پېښو پر وړاندې ټولنې چمتو کړي او دا شبکه‌ګانې په اضطراري حالاتو کې ګټوره ونډه واخلي.

په داسې حال کې چې افغانستان په تېرو کلونو کې له پرله‌پسې طبیعي او بشري پېښو سره مخامخ شوی، دا ډول داوطلبانه نوښتونه کولی شي د ټولنو د زغم د زیاتېدو لپاره مهم رول ولوبوي. خو د طالبانو له لوري د امنیتي محدویتونو او د لازمې ملاتړې جوړښتونو د نشتوالي له امله، دا هڅې د مؤثر پراختیا مخنیوی کوي او د نړیوالو خپلواکو ادارو بېړنۍ پاملرنه غواړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button