امنیت او پېښېمهم خبرونه

ملګرو ملتونو: د طالبانو ضد ډلو بریدونه کم شوي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل تازه راپور کې ويلي، چې له جنورۍ تر جولای ۲۰۲۵ پورې، ملي مقاومت جبهې د ۷۳ او د ازادۍ جبهې د ۴۳ بریدونو مسئولیت منلی دی. په راپور کې ټینګار شوی چې که څه هم دغه بریدونه دوام لري، خو محدود او پراګند دي او د طالبانو پر واک ته جدي ګواښ نه ګڼل کېږي.

راپور زیاتوي چې د دغو دوو جبهو بریدونه د تېر کال پرتله په ښکاره توګه کم شوي دي. د امنیت شورا یادونه کړې چې په ۲۰۲۴ کال کې د ازادۍ جبهې ۸۳ او د ملي مقاومت جبهې ۲۶۱ بریدونه ثبت کړي وو؛ ځکه سږ کال د دغو وسلوالو ډلو پوځي فعالیتونه په پام وړ ډول راکم شوي.

د ملي مقاومت جبهه او د ازادۍ جبهه هغه وسلوال مخالېف جریانونه دي، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې را پیدا شوې. دغه دواړه جبهې طالبان نامشروع بولي او تر دې دمه یې د هېواد په بیلابیلو برخو کې د وسلوالو بریدونو مسئولیتونه منلي دي.

له دې راپور سره هممهاله، د ازادۍ جبهې د پنجشنبې په ورځ په کندوز ښار کې د طالبانو پر یوه امنیتي پوستې د برید خبر ورکړی دی. د دغې جبهې په وینا، برید د چهارشنبې په ماښام د قوس میاشتې په ۲۶مه نېټه، ماخوستن ۶:۳۰ بجې د یوه قراردادې تیلو ټانکر مخې ته، د کندوز ښار د کابل بندر پر لور لاره کې ترسره شوی دی.

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې په دې برید کې دوه طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. تر دمه د طالبانو ادارې د دې پېښې په تړاو رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په همدې حال کې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) هم تر دې وړاندې، د سرطان میاشت کې راپور ورکړی وو، چې د فبرورۍ له لومړۍ تر د اپرېل تر پایه پورې، د مقاومت او ازادۍ جبهې ټولې ۷۲ بریدونه ترسره کړي. د یوناما په وینا، له دې جملې ۵۶ بریدونه د ملي مقاومت جبهې او ۱۶ د ازادۍ جبهې ته منسوب شوي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button