ټولنه‌یزمهم خبرونه

ملګري ملتونه: میانمار د نړۍ تر ټولو لوی د تریاکو تولیدوونکی هېواد دی

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو پر ضد دفتر په خپل تازه راپور کې ویلي، میانمار د نړۍ د ناقانونه تریاکو د تولید لومړی مقام ساتلی او د ۲۰۲۵ کال د تریاکو تولید په پام وړ ډول زیات شوی دی.

د راپور له مخې، په روان میلادي کال کې د میانمار د تریاکو اټکلیز تولید یو زرو او لس ټنه ته رسېږي، چې د دغې ادارې په وینا، دا شمېر د افغانستان د هم‌مهاله تریاکو د تولید له کچې دوه چنده زیات دی.

یادې ادارې چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې فعالیت کوي، خبرداری ورکړی چې که د مخدره موادو نړیواله تقاضا لوړه شي، امکان لري دا بهیر په میانمار کې دوام ومومي. دغه وضعیت کولی شي د عامې روغتیا، سیمه‌ییزې امنیت او د نړیوالې مبارزې پر هڅو د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې پراخې اغېزې ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button