ملګرو ملتونو د طالبانو ادعا رد کړه: افغانستان لا هم د ترهګرو ډلو پټنځی دی

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه تازه راپور کې د طالبانو دا ادعا رد شوې چې ګواکې په افغانستان کې ترهګریزې ډلې شتون نه لري، او ټینګار شوی چې دغه هېواد لا هم د بېلابېلو افراطي شبکو کوربه پاتې دی.
دا راپور چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې او تحلیلي ملاتړ ډلې له لوري چمتو شوی، د چارشنبې په ورځ، د قوس پر ۲۶مه، د امنیت شورا ته وړاندې شوی. راپور تایید کوي چې تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش، د ترکستان ختیځ اسلامي غورځنګ، جماعت انصارالله او د اتحاد المجاهدین پاکستان ډلې په بېلابېلو سیمو کې حضور لري.
په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان واکمن چارواکي عملاً د هر ډول ترهګرې ډلې شتون یا فعالیت نه مني، خو د ملګرو ملتونو په باور دا ادعا «د باور وړ نه ده» او له میداني واقعیتونو سره سمون نه لري.
د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، القاعده شبکه لا هم له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او که څه هم ښايي د پام وړ نه وي، خو په دوامداره توګه د افغانستان په څو ولایتونو کې فعاله ده. دا حالت د سیمې او نړۍ لپاره جدي امنیتي اندېښنې راپورته کړې دي.
په راپور کې تحریک طالبان پاکستان د سیمې د ثبات لپاره تر ټولو جدي ګواښ معرفي شوی او ویل شوي چې دغه ډله په افغانستان کې له امن پټنځیو څخه او د طالبانو د ادارې دننه د ځینو عناصرو له ملاتړه په استفادې، خپلې نظامي فعالیتونه پرمخ وړي.
ملګري ملتونه زیاتوي چې تحریک طالبان پاکستان له افغان خاورې پاکستان ته ګڼ شمېر لوړې کچې بریدونه کړي، او دا چاره د طالبانو د ادارې او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ سمدستي سرچینه ګرځېدلې ده.
د راپور له مخې شاوخوا شپږ زره د تحریک طالبان پاکستان جنګیالي په افغانستان کې میشت دي، چې زیات شمېر یې په خوست، کنړ، ننګرهار، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې حضور لري؛ یوه موضوع چې د طالبانو د ادارې د ترهګرۍ ضد ژمنو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
د دې موندنو سره سره، د طالبانو اداره بیا بیا او په رسمي توګه ویلي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې شتون نه لري؛ یو دریځ چې نړیوالو راپورونو پرې شدید شک څرګند کړی.




