روغتيامهم خبرونه

ملګرو ملتونو په افغانستان کې نوی روغتیایي پروګرام پيل کړ

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان کړی چې د افغانستان د بېلابېلو ټولنو د عاجلو روغتیایي اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې یو نوی روغتیایي پروګرام پيل کړی دی.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دا نوښت د ‘Polio Legacy Challenge’ پروګرام له درې میلیونه امریکایي ډالرو مالي مرستې سره عملي کېږي؛ یو داسې پروګرام چې د اسلامي پرمختیايي بانک ډلې له لوري اداره کېږي.

دغه نړیوال بنسټ ویلي چې دا پروګرام د خلکو د اساسي روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي د ښه کولو لپاره په زیان‌منو سیمو تمرکز لري، او موخه یې دا ده چې پر هغو ټولنو فشار راکم کړي چې په وروستیو کلونو کې له پرله‌پسې بشري او روغتیایي بحرانونو سره مخ دي.

افغانستان په داسې حال کې له پراخو روغتیایي ستونزو سره مخ دی چې د جوړښتونو محدودیتونه، د امکاناتو کموالی او د نړیوالو مرستو راکمېدل د ډېرو اوسېدونکو لپاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button