سياستمهم خبرونهمهم سرلیک

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا: په افغانستان کې د ښځو پر حقونو محدوديتونه او فقر نوره اندېښنه رامنځته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپل تازه راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د دوامداره سرغړونو او له اړمنو کسانو سره د نړيوالو ملاتړ د کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. دغه شورا وايي، نږدې ۲۲ ميليونه افغانان په روان کال کې بشري مرستو ته اړتيا لري.

راپور چې د ۲۰۲۵ د اګست له مياشتې څخه تر ۲۰۲۶ د جنورۍ پورې د افغانستان حالت څېړي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر وولکر ترک له قوله ليکي، له هغه وخت راهيسې چې د طالبانو اداره بېرته واک ته رسېدلې، پر ښځو او نجونو بنديزونه ډېر شوي او د دې محدوديتونو د پلي کولو لپاره ګڼ فرمانونه او مقررات صادر شوي دي.

د راپور له مخې، د ښځو د کار مخنيوی په هغو بنسټونو کې چې له ملګرو ملتونو سره اړيکې لري، د هغوی د کار محدوديتونه په دولتي ادارو کې او د نجونو د زده کړو دوامداره محروميت هغه څه دي چې جدي اندېښنې يې راپورته کړې دي. د بشري حقونو عالي کمېشنر ټينګار کړی چې د ښځو او نجونو له فعال حضور پرته په هېڅ هېواد کې پرمختګ ناشونی دی.

راپور زياتوي چې ميليونه افغانان له څو اړخیز فقر سره مخ دي او لا هم د زده کړو، کار، کافي خوړو، پاکو اوبو او روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی محدود دی. د ارزونې له مخې، نږدې ۲۱.۹ ميليونه تنه، چې د هېواد شاوخوا ۴۵ سلنه نفوس جوړوي، په روان کال کې بېړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري.

په دې سند کې همدارنګه يادونه شوې چې د نړيوالو مرستو بې‌ساري کمښت، له ايران او پاکستانه د نږدې درې ميليونه افغان کډوالو بېرته راستنېدل، د اقليمي بدلون منفي اغېزې او له پاکستان سره د لانجمنې پوله په اوږدو کې د جګړو له امله د زرګونو خلکو بې‌ځايه کېدل، د افغانستان بشري وضعيت لا پسې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر کار او زده کړو لګېدلي بنديزونه لغوه کړي. د طالبانو اداره تراوسه د دې تازه راپور په اړه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی، خو تر دې وړاندې يې د ملګرو ملتونو د ورته راپورونو او د بشري حقونو د بنسټونو څرګندونې بې‌اساس بللي او ويلي يې دي چې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې تضمينوي.

په همدې حال کې، يو شمېر شنونکي باور لري چې افغانستان له لسيزو جګړو او ستونزو وروسته، اوس تر هر وخت زيات د دوامدار پرمختګ اړتيا لري. اختر محمد راسخ، سياسي شنونکي، ويلي دي هېواد له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، او که نړيواله منځګړيتوب ممکن شي، له پاکستان سره تاوتريخوالی کم او خلکو ته د کار موقعې برابرې شي، نو د اقتصادي بحران د عبور امکان شته.

راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ملګرو ملتونو نور بنسټونه هم تازه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د بشري عملياتو د دوام لپاره بوديجه کمه شوې او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه کړې چې له اړمنو افغانانو سره بېړنۍ مرستې زياتې کړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button