د بشري حقونو شورا: د افغان ښځو پر حقونو بندیزونه او د فقر زیاتوالی اندېښمنونکي دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپل نوي راپور کې د افغانستان د بشري حقونو د دوامدارو سرغړونو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله اندېښنه ښودلې ده او ویلي یې دي چې سږکال شاوخوا ۲۲ میلیونه کسان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
په دې راپور کې چې د ۲۰۲۵ د اګست له میاشتې تر ۲۰۲۶ د جنورۍ پورې د افغانستان وضعیت څېړل شوی، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنر، ولکر ترک، له قوله راغلي چې له هغه وخته چې د طالبانو اداره بیرته واک ته رسېدلې، د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه زیات شوي او د دغو محدودیتونو د پلي کولو لپاره ګڼ شمېر فرمانونه او مقررات صادر شوي دي.
راپور وايي، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو کې د ښځو د کار مخنیوی، په دولتي ادارو کې د هغوی د استخدام محدودیت او د نجونو د زده کړو دوامداره محرومیت، د جدي اندېښنو لامل ګرځېدلي دي. د بشري حقونو عالي کمیشنر ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو له فعاله ونډې پرته په هېڅ هېواد کې پرمختګ ناشونی دی.
راپور زیاتوي، میلیونونه افغانان له څو اړخیز فقر سره مخ دي او لا هم ښوونځي، کار، کافي خواړه، د څښاک پاکې اوبه او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی محدود دی. د ارزونې له مخې، شاوخوا ۲۱.۹ میلیونه وګړي – چې نږدې ۴۵ سلنه د هېواد د نفوسو معادل دي – سږ کال بیړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.
په سند کې همدارنګه راغلي، چې د نړیوالو مرستو بېساری کمښت، له ایران او پاکستانه د شاوخوا درې میلیونه افغان کډوالو ستنېدل، د اقلیم د بدلون منفي اغېزې او له پاکستان سره د لانجمنې پولو په اوږدو کې د جګړو له کبله د زرګونو کسانو بېځایه کېدل، د افغانستان بشري وضعیت نور هم خراب کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له طالبانو غوښتنه کړې چې د ښځو د کار او زده کړو محدودیتونه لیرې کړي. د طالبانو اداره تر اوسه د دې تازه راپور په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی، خو له دې مخکې یې د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د نورو ادارو ورته راپورونه بېاساس بللي او ټینګار یې کړی چې د ټولو افغانانو حقونه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې تأمینوي.
په عین وخت کې، یو شمېر شنونکي باور لري چې افغانستان له څو لسیزو جګړو او کړاوونو وروسته، اوس له هر وخت زیات د پوهنې او اقتصاد په برخو کې د پراخ پرمختګ اړتیا لري. اختر محمد راسخ، سیاسي شنونکي، ویلي چې هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او که نړیوالې منځګړتوبې رامنځته شي، له پاکستان سره کړکېچ راکم شي او خلکو ته د کار زمینې برابرې شي، نو له اقتصادي بحران څخه د وتلو امکان شته.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ملګرو ملتونو نورې ادارې هم په تازه څرګندونو کې د افغانستان د بشردوستانه عملیاتو د دوام لپاره د بودجې د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې افغان بېوزلۍ ته بیړنې مرسته زیاته کړي.




