ملګرو ملتونو د کونړ، کندهار او دایکنډي په ولایتونو کې د درې روغتیايي مرکزونو د جوړېدو اعلان وکړ

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنر دفتر وايي چې د اسلامي پرمختيايي بانک په همکارۍ به په درې ولایتونو، کونړ، کندهار او دایکنډي کې درې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ کړي، ترڅو د روغتیایي اړتیاوو د زیاتېدو پر وړاندې د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې موخه دا ده چې د هغو سیمو پر موجودو روغتیايي خدماتو فشار کم کړي چې له کډوالو د بېرته ستنېدو وروسته له جدي بوختیا او ستونزو سره مخ دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کونړ روغتیايي مرکز به د ولایتي مرکز په توګه شاوخوا ۱۵۰ زره خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي، او د کندهار او دایکنډي مرکزونه به هر یو شاوخوا ۴۵ زره کسانو ته د خدمت وړتیا ولري.
دا پروژه د افغانستان د بشردوستانه تمویل صندوق د درې میلیونه ډالرو په بودیجه پلي کېږي، او تمه ده چې له ۲۴۰ زرو څخه زیات بېرته راستانه شوي او بې ځایه شوي کسان به د دغو مرکزونو له خدماتو ګټه واخلي.
دغه اقدام په داسې حال کې کېږي چې ډېری بېرته راستانه شوي کډوال د سرپناه، روغتیايي او تعلیمي خدماتو او د ژوند لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ دي؛ هغه ستونزې چې د هوا په سړېدو سره، په ځانګړي ډول د ماشومانو لپاره، لا خطرناکې شوې دي.




