ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

ملګري ملتونه د نوي کال او د اختر په مناسبت په افغانستان کې د سولې پر اړتیا ټينګار کړی

د ملګرو ملتونو د دایمي استوګنې پروګرام (UN-Habitat) له نوروز او د کوچني اختر له راتګ سره هممهاله، د سولې، ارامۍ او یو بل منلو اړتیا ته په جلا پیغامونو کې ټینګار کړی دی. دغه بنسټ هیله څرګنده کړې چې نوی لمریز کال دې د افغانستان د خلکو لپاره له ثبات او ارامۍ سره مل وي.

دغه اداره د شنبې په ورځ، د حمل په لومړۍ نېټه، په خپل رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي چې هیله لري نوی کال د افغانستان د ټولو خلکو لپاره «خوښ، روغ او له سولې ډک» کال وي. په دې پیغام کې د ټولنیزې یووالي او د خلکو د خوندي ژوند د فضا د رامنځته کولو اهمیت ته اشاره شوې ده.

د ملګرو ملتونو د دایمي استوګنې پروګرام په بل پیغام کې د کوچني اختر مبارکي هم خلکو ته ورکړې او پر دې یې ټینګار کړی چې د یووالي او سوله‌ییز ګډ ژوند روحيه باید نوره هم پیاوړې شي. دغه بنسټ د مذهبي او فرهنګي مناسبتونو یادونه د خلکو د نږدې کېدو او د ټولنیزو اړیکو د پياوړتیا د فرصتونو په توګه کړې ده.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنت، په خپل د اختر پیغام کې هم په هېواد کې د دايمې سولې ټینګښت ته ټینګار کړی و. د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې په داسې حال کې د پایداره سولې غوښتنه کوي چې د افغانستان وګړي لا هم له پراخو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button