ملګري ملتونه په کابل کې د يو روغتيايي مرکز د تشنابونو بيارغونه پيل کړه

ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جايکا) سره په همکارۍ یې د کابل ختیځ د دامن کمړک روغتیايي مرکز د تشنابونو د بیارغونې بهیر پیل کړی دی. دا پروژه د ملګرو ملتونو د بشري مېشت ځایونو د اسکان د برنامې (UN-Habitat) تر چتر لاندې پلي کېږي.
یاد روغتيايي مرکز د کابل ختیځ له مهمو روغتیايي مرکزونو څخه ګڼل کېږي، او د تشنابونو بیارغونه به د ناروغانو، مراجعینو او د هغوی د خپلوانو د روغتیا په ښه والي کې مهم رول ولوبوي. پاک او معیاري تشناب ته لاسرسی د عامې روغتیا د ساتنې له بنسټیزو برخو ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو د اسکان د برنامې چارواکو ویلي چې په روغتیايي مرکزونو کې د پاکو او مناسبو تشنابونو شتون یوه نهانکارېدونکې اړتیا ده او اړوندې ادارې باید دا موضوع په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړي. د دوی په وینا، دا پروژه نه یواځې د روغتیايي وضعیت د ښه والي سبب کېږي، بلکې د انتاني ناروغیو د مخنیوي په برخه کې هم مثبتې پایلې لري.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه او نړیوالې ادارې د افغان ولس د روغتیا او عامې پاکۍ د لوړښت لپاره پانګونه کوي، د طالبانو تر ادارې لاندې اړوند بنسټونه تورن شوي چې په ډېری مواردو کې یې له ابتدايي روغتیایي خدماتو غفلت کړی دی. د هیواد په کچه د روغتیایي زیربناوو د وضعیت نه پاملرنه هغه جدي ننګونه ګڼل کېږي چې د خلکو روغتیا له خطر سره مخ کړې ده.




