ټولنه‌یزمهم خبرونهمهم سرلیک

د ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام: په افغانستان کې د ښاري ژوند وده د مهارتونو پانګونې ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې له کلیو څخه ښارونو ته د خلکو د زیاتېدونکي کډون بهیر که د مهارتونو پر بنسټ هدفمند سرمایه‌ګذاري ورسره ونه‌شي، نو دا به له اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مل وي.

دغه د ملګرو ملتونو تړلی بنسټ د پنجشنبې په ورځ، د دلوې په نهمه، په یوه پیغام کې ویلي دي چې د ښار اقتصاد د دې لپاره چې د کار بازار اړتیاوو ته ځواب ووايي، بېلابېلو مهارتونو او مسلکي تخصصونو ته اړتیا لري، څو د هېواد د وګړو لپاره د باعزته کار زمینه برابره شي.

په دغه پیغام کې ټینګار شوی چې د ښاري ژوند د چټکېدو په مهال، د فني او مسلکي زده‌کړو برابرول کولای شي خلکو سره مرسته وکړي تر څو په ښاري چاپېریال کې په عزت ژوند وکړي او د اقتصادي فعالیتونو برخه شي.

د ملګرو ملتونو د اسکان پروګرام ویلي چې په افغانستان کې ښاري‌توب په چټکۍ سره په زیاتېدو دی او د دې ادارې د ارزونو له مخې، تر ۲۰۲۶ کال پورې به د هر دوو افغانانو څخه یو تن په ښارونو کې ژوند کوي؛ چې دا حالت د ښاري پلان جوړونې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو اړتیا نوره هم روښانه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button