مهم خبرونهنړیوال
د ملګرو ملتونو کارپوهان: د پاکستان بریدونه پر افغانستان نامشروع دي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ویلي چې د پاکستان پوځي بریدونه پر افغان خاوره د نړیوالو حقوقو له اصولو او موازینو سره سمون نه لري او قانوني مشروعیت نه لري.
دغه کارپوهانو ټینګار کړی چې هر ډول پوځي اقدام د یوه خپلواک هېواد پر قلمرو باید د ملګرو ملتونو د منشور او منل شویو نړیوالو اصولو پر بنسټ ترسره شي. د دوی په وینا، د هېوادونو د ملي حاکمیت نقض کول کولی شي جدي حقوقي او سیاسي پایلې ولري.
په نړیوالو قوانینو کې د زور د نه کارولو اصل یو بنسټیز اصل ګڼل کېږي، او یوازې په ځانګړو حالاتو کې – لکه مشروع دفاع یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اجازې سره – د پوځي ځواک کارول د توجیه وړ دي. د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی چې د دغو چوکاټونو رعایت د سیمې د ثبات لپاره او د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره اړین دی.




