دوهم سرلیکسياستمهم خبرونه

د پاکستان د دفاع وزیر: له طالبانو سره شوی تړون لنډمهالی دی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې له طالبانو سره د پاکستان له‌خوا لاسلیک شوی تړون لنډمهالی دی او د محدودو وختي او عملیاتو شرایطو پر بنسټ جوړ شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې دغه تفاهم د دیورند کرښې په اوږدو کې د شخړو د مدیریت او د بحران رامنځته کوونکو عواملو د کمولو لپاره شوی، خو تمه نه‌شي کېدای چې دا تړون دې اوږدمهاله وي یا بنیادي ستونزې حل کړي.

د خواجه آصف دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې په تېرو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سرحد په اوږدو کې حالات بې‌ساري تاوتریخجن شوي او دواړو غاړو یو بل د ناامنۍ په رامنځته کولو تورن کړی دی.

تر دې وړاندې پاکستانی چارواکو څو ځله اندېښنه ښودلې چې د اسلام‌اباد مخالفې وسله‌والې ډلې د افغانستان په خاوره کې شتون لري. سره له دې، د طالبانو اداره تل دا تورونه رد کړي او د سرحدونو د امنیت مسوولیت نه‌دی منلی.

سیاسي شنونکي وایي، د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې دا ښيي، چې د دواړو خواوو تر منځ بې‌باوري تر هغه ژوره ده، چې د لنډمهاله تفاهم‌لیکونو له لارې حل شي. همداراز، په کابل کې د مشروع او پاسخ‌ویې ادارې نه‌شتوالی هم د دوامدار تعامل یوه مهمه ستونزه بلل شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button