سياستمهم خبرونه

د ملګرو ملتونو د استازي او عبدالسلام حنفي ترمنځ د کډوالو پر وضعیت خبرې

مولوي عبدالسلام حنفي، د طالبانو ادارې د ریاست‌الوزرأ اداري مرستیال، په کابل کې له ایندریکا راتوته، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیالې او د دې سازمان د بشري مرستو همغږوونکې سره لیدلي دي. دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو بېرته راستنېدنه چټکه شوې او نړیوال بنسټونه د دې وضعیت د مدیریت لپاره د لا ډېرې همکارۍ غوښتنه کوي.

ایندریکا راتوته په دې ناسته کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو تمرکز د افغانستان له خلکو په ځانګړي ډول د بېرته راستانه شویو کډوالو ملاتړ ته متوجه دی. هغې د طالبانو ادارې له خوا د همکارۍ او همغږۍ څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستنېدونکو کډوالو ته رسېدنه د دوی له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

هغه ویلي، له ۲۰۲۵م کاله تر اوسه شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستنېدلي، چې دا بهیر د هر هېواد لپاره یو ستر ننګونه وي. د نوموړې په خبره، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د دې بحران د حل لپاره له طالبانو سره همکاري ولري.

له بلې خوا، مولوي عبدالسلام حنفي د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له ونډې څخه مننه کړې او ویلي یې دي هېواد د اوږدو جګړو، طبیعي افتونو او جبري اخراجونو له پایلو سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې د دغو ننګونو حل ته ګډې او همغږې هڅې اړینې دي.

حنفي دا هم ویلي، چې د مسئول بنسټونو تر منځ همغږي به په مرسته کې د شفافیت او اغېزمنتیا پر زیاتوالي مستقیم اثر ولري. نوموړي هیله څرګنده کړې چې ملګري ملتونه او نور مسئول بنسټونه به د بېرته راستانه شویو کډوالو د حقونو د تأمین لپاره مؤثر رول ولوبوي.

سره له دې هڅو، ډېری خلک او مدني بنسټونه اندېښنه لري چې د طالبانو اداره ښايي د کډوالو د بحران مؤثر مدیریت لپاره لازم ظرفیت او اراده ونلري، په ځانګړي ډول د نهادي شفافیت نشتوالي او پر مدني ټولنو او رسنیو د زیاتېدونکو محدودیتونو له امله.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button