د ملګرو ملتونو سياسي مرستياله روز ماري ديکارلو کابل ته رسېدلې

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سياسي مرستياله، روز ماري ديکارلو، د شنبې په سهار د دلوې په څلورمه نېټه کابل ته رسېدلې ده. د طالبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت سرچينو تاييد کړې چې دا د ملګرو ملتونو لوړپوړی استازی د دې ادارې له مسوولانو سره د ليدو او خبرو لپاره افغانستان ته راغلې ده.
تر اوسه د دې سفر رسمي هدف نه د ملګرو ملتونو او نه هم د طالبانو ادارې له خوا په رسمي ډول اعلان شوی دی. خو دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې افغانستان لا هم له سياسي بحران، نړيوالې انزوا او د وګړو پر حقونو او ازاديو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو، له پراخو بندیزونو سره مخ دی.
ديکارلو د ملګرو ملتونو له مهمو څېرو څخه ده چې د افغانستان په اړه د دوحې د خبرو اترو د بهير مشري پر غاړه لري. تمه کېږي چې نوموړې د کابل د سفر پر مهال د اوسني سياسي وضعیت، وروستیو تحولاتو او د ملګرو ملتونو او د طالبانو د ادارې تر منځ د تعامل څرنګوالي په اړه بحثونه وکړي.
شنونکي ټينګار کوي چې دا ډول لیدنې هغه مهال د افغانستان او نړیوالې ټولنې د اړیکو د ښهوالي لامل کېدای شي، که د طالبانو اداره د نړیوالو مشخصو غوښتنو، لکه د بشري حقونو درناوی او د ټولنې د مختلفو قشرونو د معنا لرونکې ونډې ورکول په واک جوړښت کې، عملي ځواب ورکړي؛ هغه موضوع چې تر دې دمه له پراخ انتقاد سره مخ ده.




