دوهم سرلیکمهم خبرونهنړیوال

د ملګرو ملتونو مرستیال د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان د ښځو او نجونو د بشري حقونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې میلیونه کسان د خپلو بنسټیزو حقونو په برخه کې له جدي محدودیتونو سره مخ دي.

آمنه محمد په خپل رسمي ایکس پاڼه کې لیکلي چې د افغانستان ښځې او نجونې د زده‌کړې، کار، امنیت او د تګ راتګ له آزادۍ بې‌برخې شوي دي؛ هغه وضعیت چې د هغې په وینا، نړیوالې ټولنې باید ترې سترګې پټې نه کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو اداره تل دغه اندېښنې رد کړې او ټینګار کوي چې د افغانستان ښځې د اسلامي شریعت مطابق له خپلو شرعي حقونو برخمنې دي. د دې ادارې چارواکي ادعا کوي چې ښځې په هېواد کې په “با عزت او با وقاره” ډول ژوند کوي.

د طالبانو د ادارې د چارواکو په وینا، د دې ادارې د مشر شپږ ماده‌ییز فرمان د ښځو شرعي حقونه تضمین کړي او دولتي مسوولین، قومي مشران، د دین عالمان او سیمه‌ییز مشران یې مکلف کړي چې د دغو حقونو رعایت وکړي.

خو منتقدان وایي، د دغو ادعاګانو او د ښځو د ورځني ژوند د واقعیت تر منځ ژور توپیر شته، ځکه چې د ښځو پر زده‌کړو او کار لا هم پراخ محدودیتونه پر ځای دي. د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي چې د شپږم ټولګي وروسته د نجونو زده‌کړې به هغه مهال بېرته پیل شي چې “مناسب شرایط برابر شي”؛ خو تر اوسه د دې ژمنې د پلي کېدو لپاره مشخص وخت نه دی اعلان شوی.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button