ټولنه‌یزدوهم سرلیکمهم خبرونه

ملګرو ملتونو له طالبانو د ښځینه کارکوونکو د کار بندیز ختمولو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نن، د شنبې په ورځ (د قوس ۱۶مه)، په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د دې ادارې په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو د کار دوامدار بندیز په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه. یادې ادارې وویل چې د طالبانو له لوري دا محدودیت نږدې درې میاشتې، یا ۹۱ ورځې وړاندې لګول شوی او ښځینه کارکوونکو اړ شوۍ، چې له خپلو کورونو څخه دندې سر ته ورسوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، سوزن فرګوسن، ویلي که دا محدودیتونه نور هم دوام پیدا کړي، نو حیاتي خدمات او مرستې چې د خلکو ژوند ژغوري، به سخت اغېزمنې شي. نوموړې ټینګار کړی چې د افغان ښځو شتون د ملګرو ملتونو د فعالیتونو لپاره اړین دی، ځکه یواځې دوی کولای شي د کلتور او امنیت له مخې ښځو او نجونو ته اړینې مرستې ورسوي. ملګري ملتونه وايي، مرستې باید د ښځو له لوري او د ښځو لپاره ترسره شي.

ملګرو ملتونو دا محدودیتونه د بشر حقونو د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه بللې او د طالبانو د حکومت د ښځو پر وړاندې دریځ یې سخت غندلی دی. دې نړیوالې ادارې د افغان ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو د دفترونو او د عملیاتو سیمو ته د خوندي لاسرسي پر اړتیا هم ټینګار کړی، ترڅو هغو ښځو او نجونو ته رسیدنه وشي چې تر ټولو سختو شرایطو کې دي.

تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرسته کوونکې استازولۍ (یوناما) تایید کړې وه، چې د طالبانو جنګیالیو د دې ادارې ښځینه کارکوونکې تعقیب کړې او ګواښلې یې دي، چې دا چاره د دغو ښځینه کارکوونکو د امنیت او آزادانه فعالیت په اړه اندېښنې نورې هم زیاتوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button