مهم خبرونهنړیوال

ملګرو ملتونو د ايران پر ګازو تاسيساتو بريد وغندلو

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال وياند د ايران د ګازو پر تاسيساتو د بريد په اړه وويل، چې ملکي زيربناوې بايد هېڅکله د بريد هدف ونه ګرځي. نوموړي ټينګار وکړ، چې ملګري ملتونه له دې ډول کړنو سره مخالفت لري او د دغو ساحو د خونديتوب پر اصل ټينګار کوي.

فرحان حق، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال وياند، له دې پرته چې د بريد عامل څرګند کړي، وويل، چې ټولې خواوې بايد ملکي زيربناوې د خوندي سيمو په توګه وپېژني. د ده په وينا، دا اصل د هغو ژمنو برخه ده چې د نړيوالو قوانينو او اصولو له مخې منل شوي دي.

نوموړي همدارنګ څرګنده کړه، چې ملګري ملتونه د ملکي هدفونو پر ضد بريدونه، له هر اړخه چې وشي، غندي. د هغه په وينا، د منځني ختيځ روانې جګړې پوځي حل نه لري او يوازې د خبرو اترو او سياسي لارو له لارې د کړکېچونو د کمولو امکان شته.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button