ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو ناکامي د اندېښنې وړ ده

ملګري ملتونه وایي چې د طالبانو د ادارې او د پاکستان د حکومت ترمنځ په استانبول ښار کې د څلور ورځنیو خبرو توقف د اندېښنې وړ دی. د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند ستفان دوجاریک پرون په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل، له دې چې خبرې له کومې پایلې پرته بنده شوې، بخښنه څرګندوي او هیله لري چې دا ناکامي د افغانستان او پاکستان پر پوله د شخړو زیاتېدو لامل نشي.
یادې خبرې چې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب پیل شوې وې، له څلورو ورځو وروسته بېپایلې پای ته ورسېدې او دواړو لوریو ونهشوای کولای چې د خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ښهوالي لپاره هوکړې ته ورسېږي. د ملګرو ملتونو ویاند په دې اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې ټینګار وکړ: «هو، دا مسله بېتردیده د اندېښنې وړ ده.»
د خبرو له ناکامېدو وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف پر طالبانو تندې څرګندونې وکړې. هغه خبرداری ورکړ چې که طالبان خپلې روانې تګلارې ته دوام ورکړي، «بیا به د تورې بورې غرونو ته شړل کېږي». دا څرګندونې په سیمهییزو رسنیو کې پراخ انعکاس درلود، خو تر دې دمه د طالبانو ادارې په رسمي توګه ورته غبرګون نه دی ښودلی.
خو پرون د طالبانو د داخله وزارت یوه مرستیال د دغو خبرو له ناکامۍ وروسته، پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د شوروي اتحاد، امریکا او بریتانیا له برخلیک څخه دې عبرت واخلي. دغه څرګندونې د دواړو غاړو ترمنځ د خبرو اترو ژبې توندوالی او بېباوري ښيي.
دا کړکېچنې اړیکې داسې مهال جدي شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله له پخوا څخه یوه له ترینګلو سیمو څخه ګڼل کېږي. ډېر افغانان له کلونو راهیسې د پاکستان له سختدریځه کډوالۍ پالیسیو او د دغه هېواد له کورنیو چارو سره د مداخلې له امله اندېښمن وو. اوس چې رسمي خبرې بنبست ته رسېدلې، د اړیکو او د سیمې د ثبات په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.
ملګري ملتونه له دواړو لوریو غوښتي چې له هر ډول پاروونکو اقداماتو ډډه وکړي او له سوله ییزو لارو د اختلافاتو د حل هڅو ته ژمن پاتې شي. د طالبانو ادارې لهخوا د پاکستان د ښکاره ګواښونو پر وړاندې سمدستي او رغنده غبرګون نه ښودل، کولی شي د سیاسي فشارونو د زیاتېدو ترڅنګ، د سرحدي سیمو د نوي تاوتریخوالي لامل هم شي.




