ملګرو ملتونو د امریکا تر برید وروسته د وینزوېلا د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ د امریکا د برید وروسته د وینزوېلا د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او ټینګار یې کړی چې د زور کارول یا د ارضي بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ پر وړاندې ګواښ د نړیوالو قوانینو له اصولو سره سمون نه لري.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، د امریکا متحده ایالاتو د مرغومي په دیارلسمه نېټه تر برید وروسته د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن نیولي او له هېواده بهر یې لېږدولي دي. راپورونه وايي، مادورو د نشهيي توکو د قاچاق اړوندو تورونو د څېړنې لپاره نیویارک ته انتقال شوی دی.
د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا دغه اقدام د نړیوال قانون بنسټیز اصول کمزوري کوي او کولای شي د نړېوال نظم لپاره جدي پایلې ولري. دغه اداره زیاته کړې چې که څه هم د امریکا متحده ایالاتو خپل برید د یو شمېر دلایلو پر بنسټ توجیه کړی، خو د بشري حقونو د سرغړونو حساب ورکونه نهشي په پوځي مداخله او د نړیوالو قوانینو په نقض پوره کېدای.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنرۍ څرګنده کړې چې د وینزوېلا برخلیک او راتلونکی باید یوازې د دغه هېواد د خلکو لهخوا وټاکل شي او هېڅ بهرنۍ ځواک حق نه لري چې خپله سیاسي اراده پرې وتپي.




