د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي اندېښنه د طالبانو د جزايي اصولنامې په اړه

ریچارد بېنټ، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، ویلي چې د طالبانو تر واک لاندې محاکمو د جزايي اصولنامه د بشري حقونو او شریعت له زاویې ارزوي، او د لومړنیو څېړنو پایلې اندېښمنوونکې دي.
نوموړي د شنبې په ورځ (د دلوې څلورمه) په ایکس ټولنیز شبکه کې لیکلي چې که څه هم دا ارزونې لا هم روانې دي، خو همدا اوسني موندنې ښيي چې دغه اصولنامه د افغانستان د خلکو لپاره د اندېښنې وړ پایلې لرلی شي.
د ده په وینا، دا نوې سند چې د طالبانو تر ادارې لاندې محاکمو لپاره د جزايي دادرسي د اصولو په توګه وړاندې شوی، د نړیوالو منل شوو بشري حقونو له معیارونو سره سمون نه لري او د خلکو پر عادلانه عدالت د لاسرسي منفي اغېز کولی شي.
د دې اصولنامې له خپرو شویو برخو ښکاري چې پکې د مخالفینو د وژنې د جواز ورکول، د غلامۍ منل او د رقص جرم ګڼل شامل دي؛ هغه مسایل چې د بشري حقونو د بنسټونو پراخ انتقادي غبرګونونه پارولي او د طالبانو د قضايي نظام په اړه یې جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي زیاته کړې چې ډېر ژر به د دې موضوع په اړه مفصله اعلامیه خپره کړي؛ یوه داسې اعلامیه چې تمه کېږي نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو د اساسي حقونو د محدودیتونو او سرغړونو په وړاندې د لا ډېرو غوښتنو او فشارونو لامل شي.




