د ملګرو ملتونو اندېښنه د پاکستان او د طالبانو ادارې ترمنځ د نښتو ملکي تلفات زیاتېدو په اړه

ریچارد بېنټ، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د پاکستان او د طالبانو ادارې ترمنځ د پوځي نښتو له دوام سره یو مهال، د ملکي تلفاتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده او ټینګار یې کړی چې یوازینی دوامدار حل د دواړو لورو ترمنځ خبرې اترې دي.
بېنټ د چهارشنبې په ورځ، د حوت پر ۱۳مه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (یوناما) د راپور له بیا خپرولو سره خبر ورکړ چې د دغو جګړو دوام به جدي انساني پایلې ولري. هغه له دواړو خواوو وغوښتل چې تر ټولو زیات زغم وکاروي او د بشري حقونو نړیوال قانون او د بشردوستانه نړیوال قانون بشپړ درناوی وکړي.
د نوموړي په وینا، روانې جګړې نه یوازې د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شوې، بلکې یو شمېر سرحدي سیمې اوسېدونکي یې اړ کړي چې خپل کورونه پرېږدي. د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو هم جلا اعلامیې خپرې کړې دي او د دغو نښتو مستقیمو اغېزو په تړاو یې له ملکي وګړو سره د خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
د یوناما د خپرو شوو لومړنیو ارقامو له مخې، لږ تر لږه ۴۲ ملکي وګړي په دغو نښتو کې وژل شوي دي؛ خو د طالبانو اداره د ۱۱۰ کسانو د تلفاتو شمېر اعلان کړی دی. د دواړو سرچینو ترمنځ دا لوی توپیر د معلوماتو د شفافیت او د بېطرفه بنسټونو د لاسرسي په هکله اندېښنې زیاتې کړي دي.
پوځي کړکېچ د پاکستان او د طالبانو ادارې ترمنځ اوس اوومې ورځې ته رسېدلی او د ژر تم کېدو نښې نه تر سترګو کېږي؛ هغه حالت چې که دوام پیدا کړي، په پوله کې به لا پراخه بشري بحران رامنځته کړي.




