مهم خبرونهنړیوال

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند ويلي چې انتونيو ګوتېرش د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي د زياتېدو او د هغې د اغېزو له امله پر ملکي وګړو ژوره اندېښنه لري. د سټيفن دوجاريک په وينا، د دې شخړو دوام کولای شي د سرحدي سيمو د خلکو حالت لا پسې خراب کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو خواوو غوښتي چې سمدستي اوربند ټينګ کړي او ټينګار يې کړی چې اختلافونه بايد د ديپلوماټيکو لارو او خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړي زياته کړې چې د ملکي وګړو ساتنه بايد د دواړو لوريو په لومړيتوب کې وي.

په وروستيو کلونو کې د افغانستان او پاکستان د پولي سيمې نښتو څو ځله د مرګ ژوبلو او د سرحدي اوسېدونکو د بېځايه کېدو لامل شوي دي. له طالبانو څخه هم تمه کېږي چې د امنيت د ټينګښت او د تاوتريخوالي د پراخېدو د مخنيوي مسؤليت په جدي او ځواب ويونکي ډول پر غاړه واخلي، څو ملکي وګړي د سياسي او پوځي کړکېچونو قرباني نه شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button