د غزې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي خبرداری

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش تازه څرګندونو کې د غزې په سیمه کې بشري وضعیت «فاجعهبار» بللی او خبرداری یې ورکړی چې ډېری میشتي او نامیشتي سیمې یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي او یا هم ډېر سخت زیانمنې شوې دي. نوموړي ویلي چې د اسرایلو د ځواکونو دوامدار بریدونه د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د زیاتوالي او غزې د مهمو بنسټونو د پراخې ویجاړۍ سبب ګرځېدلي دي.
ګوټرش د امنیتي وضعیت د نازک والي او د اوربند د ړنګېدو د خطر په اړه اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې لږ مقدار خوراکي مرستې د غزې د اوسېدونکو له سخت حالت سره مرسته نه ده کړې. د هغه په وینا، ددې سیمې د خلکو ژوند لاهم له بحراني حالته تېرېږي.
سرمنشي همداراز پر دې خبره ټینګار کړی چې د هر ډول جنایت یا د نړیوالو قوانینو د نقض پېښو پلټنه او عدلي تعقیب ډېر مهم دي، او نړیواله ټولنه باید ډاډ ترلاسه کړي چې د دغسې سرغړونو عاملین حساب ورکونکي وي.
نوموړي سربېره پر دې، د لویدیځ څنډې په سیمه کې د ناقانونه ښارګوټیو جوړېدو دوام او د ښارګوټي مېشتو لخوا پر فلسطیني اوسېدونکو د تاوتریخوالي بریدونو زیاتېدو ته خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې چې دا لړۍ سمه ساعته بنده شي.
د مرستندویه ادارو راپورونه هم ښيي چې اوږده محاصره او پرله پسې بریدونه د میلیونونه کسانو ژوند له جدي خطر سره مخ کړی دی. د بشري چارو کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د دې خشونت د دورې د درولو لپاره عملي ګامونه واخلي او د ولسي وګړو کړاو راکم کړي.




