د ملګرو ملتونو سرمنشي د سيمې د جګړو د سمدستي پای غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوټېرش د سيمې د روانو جګړو په اړه په ټينګار وويل چې د نښتو سمدستي درول يوه بېړنۍ اړتیا ده او د دې بحران د پای کلي د امريکا متحدو ایالاتو په لاس کې ده.
ګوټېرش، چې څرګندونې يې د الجزيرې شبکې له خوا خپرې شوې، وويل: «تر هغه چې جګړه دوام لري، هر لوری ځان ته ځانګړي اهداف لري.» د ده په وينا، ايران هڅه کوي جګړه اوږده کړي او زيات زيانونه ورسوي، خو په مقابل کې، اسرائيل د ايران د پوځي وړتياوو د له منځه وړلو او د دې هېواد د سياسي نظام د بدلون هڅه کوي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د انرژۍ پر زيربناوو بريدونه د جګړې له جنايتونو سره ورته وبلل او خبرداری يې ورکړ چې د دا ډول بريدونو پراخېدل کولای شي له انساني او اقتصادي اړخه جدي پايلې ولري.
ده څرګنده کړه چې د بحران د حل لاره هغه وخت برابره شي، کله چې امريکا متحده ایالات اعلان وکړي چې خپله ماموريت يې پای ته رسولی دی. ګوټېرش يو ځل بيا ټينګار وکړ چې جګړه بايد «ډېره ژر» ودرول شي او نړيواله ټولنه بايد د دې د پای ته رسېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.




