ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اعتیاد د رضا کارانه درملنې د پراخېدو غوښتنه وکړه

د ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو د مبارزې دفتر په افغانستان کې، د ملګرو ملتونو د پرمختيا پروګرام او د نړيوالې روغتيا سازمان په همکارۍ، له افغان چارواکو غواړلي چې د هغو ښځو او نارينهوو لپاره د انساني حقونو پر بنسټ رضا کارانه درملنې خدمتونه پراخ کړي چې له نشه يي موادو سره د روږدو ستونزې لري.
دغه ادارو ټينګار کړی چې د زیان کمولو تګلارو پياوړتيا، په ځانګړي ډول د خوندي او بېتوپيره روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي ډاډ، کولای شي د اعتیاد فردي او ټولنيزې پايلې راکمې کړي او د عامې روغتيا د ښهوالي سبب شي.
د نړيوالو ادارو په وينا، ښځو او نارينهوو ته مساوي لاسرسی دې خدماتو ته حياتي ارزښت لري؛ هغه موضوع چې اوس د طالبانو تر واک لاندې د جدي محدوديتونو او ستونزو سره مخ ده او عاجلې پاملرنې او اقدام ته اړتيا لري.
افغانستان د خپل جغرافيايي موقعيت او د کلونو بحرانونو له امله له پراخو د نشه يي موادو د استعمال له ستونزې سره مخ دی، او د روغتيايي چارو کارپوهان ټينګار کوي چې د دې بحران اغېزمنه حللار پرته له دې چې د بشر حقونه په پام کې ونيول شي او د ناروغانو رضا کارانه ګډون تأمين نه شي، ناشونې ده.




